په کاپيسا ولايت کې د مجاهدينو د تعلیمي سویې مالومولو آزموينه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۴
TVETA

د کاپيسا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ادارې او مديريت په پروګرام کې د شاملېدو او زده کړې په موخه د ۱۲۵۰ مجاهدينو د سویې مالومولو ازموينه واخيستل شوه.

د دې پروګرام په افتتاحې مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان او یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود.

 په همدې حال کې د کاپیسا ولایت د والي مرستیال د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او مجاهدینو ته یې د زده کړییز چاپیریال د برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه له پاملرنې ستاینه وکړه.

له بلې خوا د کاپيسا ولايت د پوهنې رييس مولوي محمد فريد حقاني د یاد پروګرام د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي په ازموينه کې له ګډون کوونکو مجاهدينو وغوښتل چې د علم په حاصلولو کې هڅې وکړي او ټولګيو ته حاضر شي.

همدا راز په دې  پروګرام کې دکاپيسا ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمر هم وينا وکړه او دمجاهدينو د روزنې د طرحې په باب يې معلومات ورکړل .

د کاپيسا ولايت تخنيکي آمر مولوي شمس الرحمن سعادت زياته کړه چې د مجاهدينو د روزنې د طرحې پر بنسټ؛ دوی کولاي شي په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د جراحۍ په برخه کې په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د جراحي د ګنډلو د اهمیت او د جراحي د ګنډلو د ډولونو په اړه محصلینو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د نرخ په کثیرالرشتوي انستيتوت کې لنډ مهاله حرفوي پروګرام پيل شو

د میدان وردګو ولایت د نرخ والسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترمیم لنډ محاله حرفوي پروګرام پیل شو. د ددې پروګرام په پیل کې د نرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ آمر ښاغلي امان الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۴:۸
Background image

د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو ته د پیوند کولو په اړه روزنه ورکړل شوه

د کابل ولایت د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ګلانو د پیوند کولو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکوو ته د ګلانو د. . .

BACK TO NEWS