په کابل کې د خصوصي انسټیټونو وضعیت وڅیړل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۴:۴۲
 پلان

په کابل کې د خصوصي انسټیټونو چارواکو په هغې غونډه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال مولوي غلام سعید احساس په کې ګډون کړی و، خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د یادې غونډې په پيل کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله خبرې وکړې او د خصوصي انسټیټونو له چارواکو يې وغوښتل چې د فراغت سندونو په صادرولو کې له احتياط څخه کار واخلي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمی څارنې او ارزونې رئيس مولوي محمد مکاشف هم د خصوصي انسټیټونو د وضعيت د ارزونې د پايلو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې اووه انسټيټونه فعاليت لري.

ښاغلي مکاشف وویل چې یو شمېر خصوصي انسټیټونه د زده کړیالانو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي په دې برخه کې يو شمېر وړانديزونه هم وکړل او ويې ويل، چې په پوهنتونو کې د خصوصي انسټیټونو د فارغانو لپاره د تنزیل لرې کول او هغوى ته د کار پيدا کول به د يادو انسټیټونو د زده کړیالانو شمېر زيات کړي.

د کابل د خصوصي انسټیټونو چارواکو هم د تنزیل پر لرې کولو ټينګار وکړ او د ازموينو په ملي کميټه کې يې د یادو انسټیټونو د نوملړ د شاملولو غوښتنه وکړه، څو د کانکور ازموينې له لارې زده کړیالان جذب کړي.

دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې د جوازونو د تجدید بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د خصوصي انسټیټونو د ستونزو له اوريدو وروسته د ستونزو د حل ژمنه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي انسټیټونو ترمنځ به همغږي رامنځته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون نوی رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوی عبدالمطلب انصار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي مسؤلینو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د نوي رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۲۵
Background image

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ محصلینو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له تجهیزاتو څخه ليدنه وکړه

د کاپيسا ولایت معاون انجنيرۍ انسټيټوټ د برق څانګې محصلينو د گلبهار برښنا سب اسټيشن له بیلابیلو تجهیزاتو څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه. نوموړو همداراز د برق، سرکت بریکر او د سب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحی غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحی غونډه د کارمندانو په ګډون سره د یادې ادارې په عمومي تالار کې ترسره شوه. په دې ښوونیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او. . .

BACK TO NEWS