په څلورو ولایتونو کې د 81 میلیون افغانیو په ارزښت ۱۳۹۳ تنو ته د حرفوي زده کړو پیل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۷
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پرانیستلو مراسم د دولتي چارواکو په حضور کې ترسره شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي زده کړو دغه دوره به په کابل، بامیان، دایکندي او بغلان ولایتونو کې پیل شي، چې ۱۳۹۳ تنه به پکې زده کړې وکړي.

په دې کورسونو کې به د چرګانو ساتنه، بریښنایی وسایلو ترمیم، موټر ترمیم، د موټرسایکل ترمیم، خیاطي، لاسي ګنډل، د مېوو او سبزیجاتو پروسس، غالۍ اوبدل، د مچیو پالنه، ترکاڼۍ او کمپیوټر څانګې تدریس کیږي.

د دې مراسمو په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر مقام رئیس محترم استاد مطیع الله هدایت له دې ادارې سره د آغا خان بنسټ او روپاني بنسټ له همکاریو مننه وکړه.

په لاندې برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي زده کړو مسؤلینو د حرفوي زده کړو د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.

په همدې حال کې د تعلیمي چارو عمومي رئيس محترم مولوي مبشر آغا خبرې وکړې او ويې ويل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي او مسلکي زده کړو په ورکولو سره ځوانانو ته دکارموندلو زمينه برابروي.

له بلې خوا، په یادو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو مرستیال الحاج مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو او ملاتړ ټینګار وکړ. هغه وويل، عصري علوم او مسلکي زده کړې د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي.

په دې خپرونه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل وينا وکړه. هغه د افغانستان له خلکو سره د بنسټونو له همکاریو قدرداني وکړه.

ښاغلي فاضل زیاته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځوانانو د خدمت په موخه ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

پروګرام د افغانستان لپاره د خیر په دعا سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS