په ټول هیواد کې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړونې ریاست، په یوه بې ساري اقدام کې، د هیواد په ډیری تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل کړ.

اوس مهال یاد پروګرام په کندهار، بلخ، پنجشېر، هرات، نیمروز ، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، دایکندی، غور، فاریاب، سمنګان، کندز، بغلان، کنړ، پکتیا اوننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو شاوخوا ۴۵۰ تنه استادان په دې پروګرام کې د  ټکره ماسټر ترینرانو لخوا د "کیفیت تدریس" په اړه د ۷ ورځو په ترڅ کې روزنه ترلاسه کوي.

د دې برنامې د ترسره کولو څخه موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د تدریسي چارو ښه والی او د استادانو د پوهې او پوهاوي کچې لوړول ویل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړونې ریاست د پلان پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې یاد پروګرام به ډېر ژر د هیواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS