په هېواد کې د نابینایانو برخې ښوونیز نصاب نهايي شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د لیدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د آمادګۍ دورې نصاب نهايي او چاپ ته چمتو شوی دی.
د یادې ادارې د نصاب ریاست مسوولین وايي چې دغه نصاب د پوهنتونونو د استادانو په ګډون د چارو کارپوهانو او متخصصینو په همکارۍ سره نهايي شوی دی.
د ځانګړو زده کړو ښوونیز مرکزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو ښوونیزو برخو څخه ګڼل کېږي چې په ټول هیواد کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو خلکو ته په مسلکي توګه ښوونه او روزنه ورکوي.
د يادونې وړ ده، چې د دغې ادارې د ځانګړو زده کړو په ښوونیز مرکزونو کې د هیواد په مرکز او ولايتونو کې د اورېدلو او ليد معلوليت لرونکي سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.