په سرپل ولایت کې د تازه ګمارل شو کارکوونکو او فارغ شو مجاهدینو د فراغت مراسم ولمانځل شول
د سرپل ولایت، په ګوسفندي ولسوالۍ کې ۷۰ تنه مجاهدین او تازه ګمارل شوي کارکونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ښوونیز پروګرام څخه فارغ شول.
هغوی په دغه ۱۵ ورځني پروګرام کې، د کمپیوتر، ادارې او مدیریت په هکله عملي زده کړې ترلاسه کړې.
په ګوسفندي ولسوالۍ کې د کارکوونکو د ګمارلو او مجاهدینو د فراغت په مراسمو کې، سیمه ییزو چارواکو ګډون او ویناوې وکړې، هغوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د دا ډول پروګرامونو غوښتونکي شول.