مالي او اداري چارو مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۶:۵۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د اوبو او انرژۍ، نابینایانو او تجارت  انسټیټونو د کار لاندې ترمیماتي پروژو څخه لیدنه وکړه.

په دغه پروژو کې د لیلیو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ودانیو ترمیم شامل دي.

ښاغلي فاضل د یادو پروژو د لیدنې پر مهال مسئولینو ته د هغې د روڼتیا او ښه تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د بیارغونې ۲۴ پروژې تر کار لاندې دي او د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د یادو مرکزونو د ستونزو لویه برخه حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS