زده‌کوونکو ته د ودانیو د برېښنا سیم کشۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۱۱

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په لړ کې د ودانۍ د برېښنا سیم کشۍ نصب او تنظیم په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

د اړوندې څانګې استاد په دې درسي ناسته کې د ودانیو په برېښنايي سیستم کې د سیمونو سم نصب اهمیت او همدارنګه د برېښنا له احتمالي خطرونو څخه د خوندیتوب لارې چارې په عملي بڼه تشریح کړې.

همداراز استاد د زده‌کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل او زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

BACK TO NEWS