د کندهار د ژېړۍ له کثیرالرشتوي انسټیټوت څخه ۳۳ تنه فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۰:۵۸
فراغت 33 نفر

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د کثيرالرشتوي انسټیټوت د ۳۳ تنو فارغانو د فراغت مراسم د یاد ولايت د سيمه ييزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

دغه ۳۳ تنه د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او تجارت له څانګو فارغ شول.

د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د کندهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر کريم الله حميم د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي حمیم وویل، د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۱۸ مرکزونه فعال دي.

 د کندهار د پوهني رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي د ژیړۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کي د ټکنالوژۍ او مسلک په ارزښت خبري وکړې او زياته يې کړه چي ټکنالوژي او مسلک د پيغمبرانو ميراث دي.

نوموړي له زده کړیالانو وغوښتل، چې اسلامي او شرعي اصولو ته غاړه کیږدي.

د مراسمو په پای کې فارغانو ته د تقدیق پاڼې ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS