د کازان "روسیه - اسلامي نړۍ" په نړیواله ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست ګډون او وینا

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۵۸
 نړیواله ناسته

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې په کازان ښار کې د "روسیه - اسلامي نړۍ" په نړیواله ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په دې پروګرام کې د وینا پر مهال، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو سکتور د لاسته راوړنو څخه د ګزارش وړاندې کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې "افغانستان د بیارغونې، دوامداره پرمختګ او ټولنیز عدالت په لور قوي ګامونه پورته کړي دي."

سربیره پردې، محترم مولوي غلام حیدر شهامت دا هم څرګنده کړه چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره، دوه اړین او کلیدي ریاستونه او په ټول هیواد کې له ۶۰۰ څخه ډیر حرفوي مرکزونه جوړ شوي دي.

همداراز، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپله ویناوو کې زیاته کړه چې " اوس مهال په ټول هیواد کې زرګونه ځوانان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي."

په ورته وخت کې، نوموړي د PLC او CNC څانګو د جوړولو په اړه هم توضیحات وړاندې کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې د نوښتګرو او مبتکر کسانو د ملاتړ لپاره، د نوښت مرکز جوړ شوی دی، چې په یاد مرکز کې خلاق او نوښتګر کسان خپلې پروژې پلي، عملي او صنعتي کوي.

د دې ناستې په دوام کې، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت دغه‌راز له ګډونوالو وغوښتل چې د استادانو د روزنې په برخه کې ګډ روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

ښاغلي مولوي شهامت همداراز په دې غونډه کې له حاضرو هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سکتور سره د تعلیمي نصاب د پراختیا، د ګډو نوښت مرکزونو د جوړولو، د لابراتوارونو د تجهیز او د حلالو صنایعو د پراختیا او ودې په برخو کې همکاري وکړي.

د خپلې وینا په یوه برخه کې، ښاغلي مولوي شهامت په غونډه کې حاضرو غړو ته وضاحت ورکړ چې "نن ورځ، افغانستان د ملګرتیا او شراکت په یو عزتمن مقام کې ځای لري، او تخنیکي او مسلکي زده کړې د ایمان، پوهې، اقتصاد او خلکو ته د خدمت کولو ترمنځ ارتباطي پل دی."

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS