د کابل د انسټیټونو استادانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر له رئیس سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۶:۱۰
دیدار استادان

د کابل ښار د مسلکي انسټیټونو یو شمېر استادانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر له رئیس استاد مطیع الله هدایت سره وکتل.

په دغه ناسته کې استادانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د کدري استادانو امتیازاتو په ګډون د خپلو ستونزو په هکله خبرې وکړې.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئيس د استادانو د ستونزو له اورېدو وروسته وويل، چې د دغه ستونزو له جملې څخه د کادري امتيازاتو ستونزه د هواري په حال کې دی.

ښاغلي هدایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښوونکو د ټولو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS