د څمکنیو کثیرالرشتوي انسټیټوټ د فارغانو دویمې دورې د فراغت مراسم ترسره شوه
د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍکثيرالرشتوي انسټیټوټ د فارغانو دويمې دورې د فراغت مراسم د سيمې علماوو او مخورو په شتون کې ترسره شول.
دغه فارغان چې شمېر یې ۵۴ تنه دی، د کمپیوټر ساینس، اقتصاد او کرنې له څانګو فارغ شوي دي.
د دغې مراسمو ويناوالو د څمکنيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلينو ته د فراغت مبارکي وويله او په ادارو کې يې د دوی د جذب غوښتنه هم وکړه.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.