د پکتیا د کثیرالرشتوي او کرنې انسټیټونو څخه د 80 تنه فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه
د پکتیا ولایت د کثیرالرشتوي او کرنې او وترنرۍ انسټیټونو د بېلابېلو څانګو څخه 80 تنه زده کړیالانو د فراغت مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او د زده کړیالانو کورنیو حضور درلود.
د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح په خپلو خبرو کې زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت ژمن دی چې فارغانو ته د لوړو زده کړو د دوام او د کار زمینه برابره کړي.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.