د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست لخوا د ښوونیز سیمینار جوړول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اداري کارکوونکو او اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یادې ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست له خوا جوړ شو.
په دې پروګرام کې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو د دې ادارې اجرایوي کارکوونکو ته د راپور چمتو کولو د څرنګوالي په اړه توضیحات وړاندې کړل.
د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه پروګرام له پیلولو یې موخه د راپور ورکولو په برخه کې د اجرایوي کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.