د پروان ولایت تخنيکي انسټیټوټ د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۱۲
tveta

د پروان ولایت مرکز د تخنیکي انسټیټوټ د فراغت مراسم د یاد ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، مشرانو او ځوانانو په حضور کې ترسره شول.

دغه محصلین چې شمېر يې نږدې اويا تنه دي، د برښنا او موټرونو ترميم له څانګو څخه فارغ شول.

په ورته وخت کې د پروان ولايت تخنيکي آمر مولوي محمدزي رسولي محصلينو ته د فراغت مبارکي وويله او له سيمه ييزو مقاماتو څخه يې وغوښتل چې فارغانو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

د دغې مراسمو نورو ويناوالو هم په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې دغه زده کړې د ټولنې اقتصادي ودې لامل کېږي.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS