د ولایتي تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۴:۵۸
خبر

بغلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوى بغلان ولايت ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمریت له تاسيساتو څخه د ليدنې په موخه سفر کړى دى.

نوموړي پلاوي د بغلان د ټولو تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ودانیو ستونزې وڅېړلې او د هغو ودانیو اړتیاوې یې په ګوته کړي چې ترمیم ته اړتیا لري.

پروان

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د تعلیمي مرکزونو د منسوبینو او کارکوونکو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ په لاره اچولی.

دا ورکشاپ په منظم ډول د عملیاتي پلان ترتیب او پلي کولو او پر وخت د راپورونو چمتو کولو او همدارنګه د احصائیوي فورمو په سمه توګه ډکولو په هکله و.

لغمان

د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ د کرنې له لیسې څخه لیدنه وکړه.

د دغه لیدنې موخه د علینګار ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې د اداري او تدریسي چارو څارنه وه.

د څارنې پلاوي د علینګار د کرنې مسلکي لېسې د مسؤلینو ستونزې هم واورېدې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS