د هیواد د ناشنوایانو لپاره د 100 ځانګړو تخصصي اشارو پیژندنه او تولید

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۰:۴۰

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د دغې ادارې د ناشنوایانو څانګې د ښوونيز نصاب د بډاينې په موخه ورکشاپ جوړ کړ، چې په یاد ورکشاپ کې استادانو، کارپوهانو او متخصصینو برخه اخيستې وه.

نوموړو په دې ورکشاپ کې، د اوریدلو معلولیت لرونکو زده کونکو لپاره د ځانګړو اشارو د پیژندلو او تولید په اړه بحث او خپل نظرونه تبادله کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعليمي نصاب ریاست وايي، چې په دې ورکشاپ کې له سلو څخه زيات تخصصي اشارې د متخصصينو له خوا توليد شوي، پېژندل شوي او تاييد شوي دي.

د نصاب ریاست د مسوولینو په وینا، دغه اشارې او علامې به د نورو تخصصي اشاراتو تر څنګ د ځانګړو زده کړو د مرکزونو په نصاب کې شامل شي، چې د اورېدلو معلولیت لرونکي کسان پکې روزل کېږي.

د هغو کسانو لپاره چې د اوریدلو او لید معلولیت درلودونکي دي، روزنه او د زده کړو د زمینې چمتو کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسولیتونو څخه ګڼل کېږي.

یاده اداره اوس مهال په ټول هېواد کې د زده کړو ځانګړي مرکزونه لري او په یاد شویو مرکزونو کې د ناشنوایانو او نابیناینو« روښان‌زړو» کسانو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS