د هرات د تخنيکي او مسلکي زده کړو نوى آمر معرفي شو
د هرات د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت نوى آمر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په حضور کې معرفي شو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د حکم پر بنسټ جلال الدین ثاقب د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د نوي آمر په توګه ټاکل شوی دی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ددغه ګمارنې موخه د هرات د تخنيکي آمریت د چارو د ښه والي یاد کړ او د یاد ولايت نوي آمر ته يې دبرياليتوب هيله وکړه.