د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له یوه برېښنایي شرکت سره تفاهم لیک لاسلیک کړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۴:۵۰

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت اړوند زرنج مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي کارونو د ودې په موخه د برښنایي خدماتو له یو شرکت سره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک له مخې، د نیمروز ولایت د زرنج مسلکي لېسې زده کوونکي کولای شي، چې د خپلو علمي او عملي زده کړو د ښه والي په موخه د یوه کال په موده کې د دغه شرکت له اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړي.

دغه تفاهم‌لیک په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۵۴
Background image

کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د فراغت جشن لومړۍ دوره جوړه شوه

د کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د دغه ښوونیز مرکز د محصلینو د فراغت په مناسبت فراغت غونډه جوړه کړه. په دې مراسمو کې د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه. نوموړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه. د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۲
Background image

د ارزګان ولایت محبوسینو ته د سولر سیسټم د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرام پیل شو

د سولر سیسټم لنډ مهاله حرفوي پروګرام د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د یاد ولایت د محبس د مسوولینو په همکارۍ د دغه ولایت په محبس کې پیل شو. په یاد ښوونیز پروګرام. . .

BACK TO NEWS