د نجراب کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو ته د سب‌اسټیشن په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
TVETA

د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ کثيرالرشتوي انسټيټوټ د الکتروتخنیک څانګې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د سب سټيشن په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د سب‌اسټېشن د تجهیزاتو، د کنټرول خونې او د سب‌اسټیشن د بطریو خونې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندز ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ کندز ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کندز ولايت له والي ښاغلي ملا نثار احمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال لخوا د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه او څارنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۴۵
Background image

د "حسان" ادبي بهیر غونډه د ترنم او فرهنګ رياست له خوا ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د ترنم او فرهنګ ریاست لخوا د فرهنګي- ادبي پروګرامونو په دوام د "حسن" ادبي بهیر غونډه تر سره شوه. په دې غونډه کې يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو ګډون. . .

BACK TO NEWS