د لوګر د کرنې او وترنری انسټیټوټ او د دغه ولایت د کرنې ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۵:۵۸
لوگر

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د دواړو ادارو ترمنځ علمي، څېړنيز، فني او تخنيکي همکاري ده.

د لوګر د کرنې رئيس مولوي سيد امين هاشمي د یاد ولايت د کرنې او وترنري انسټيټوټ سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل: "موږ ژمن يو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له یاد انسټیټوټ سره همکاري وکړو."

د هغه په وينا، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست تخنيکي کارکوونکي به د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي او څېړنيزو کارونو په برخه کې زده کړې ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS