د فراه ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټيټوټ د زده کړيالانو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۳۰
TVETA

د فراه ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټيټوټ د څوارلسم ټولګۍ وترنرۍ څانګې زده کړيالانو ته د «حيوان د ظاهري وضعيت» د معاينه کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد محصلینو ته د «حيوان د ظاهري وضعيت» د معاينه کولو د څرنګوالي او همداراز د «يادو معايناتو» د ارزښت په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۸
Background image

د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوي ارزګان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ارزګان ولایت ته سفر وکړ

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ارزګان ولايت ته سفر وکړ. دغه پلاوي ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د پکتیکا ولایت د محبوسینو لپاره د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پکتیکا ولایت د محبوسینو او په نشه یي توکو روږدو کسانو ته د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل کړ. دغه پروګرام د پکتیکا د محبس د یو شمیر. . .

BACK TO NEWS