د فراه د تخنیکي مرکزونو د آمرینو او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار په لاره اچول شوی
د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو د آمرینو او تدریسي مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار په لاره اچولی دی.
د سیمینار څخه یې موخه د پلان جوړونې او راپور لیکلو مهارتونو ښوونه ده.
په یاد سیمینار کې د فراه ولایت د ټولو مسلکي لېسو او انسټیټونو آمرینو او تدریسي مدیرانو برخه اخیستې وه.