د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کوونکو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۳
فاریاب

د فارياب د مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ استادانو د 1402 تعليمي کال لپاره د زده کړیالانو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ.

دوی د ميمنې ښار په منځنيو او عالي لېسو ته تللی او د دولتي ښوونځيو زده کوونکو ته يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د فارياب مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ د خدمتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.

د زده کوونکو او زده کړیالانو د جلب او جذب په موخه یې معلوماتي بروشرونه او خبرتیاوي هم وویشلی.

د 1402 ښوونیز کال لپاره د زده کوونکو او زده کړیالانو د حلب او جذب په موخه پښتونکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسی آمریت له خوا هم د عامه پوهاوي پروګرام پیل شوی دی.

د پښتونکوټ ولسوالۍ د کثيرالرشتوي عالي لېسې د آمریت له خوا د 1402 تعليمي کال لپاره د زده کوونکو د جذب په موخه عامه پوهاوې کمپاین هم پيل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۳:۷
Background image

د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي شیرمحمد عمري د یاد ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل. په دې کتنه کې د دغه دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په هکله خبرې وشوې. د غزني د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ۲۸ تنه فارغانو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ۲۸ تنه فارغان د یوې ځانګړې ازموینې له لارې د لغمان او ننګرهار پوهنتونونو ته لاره پیدا کړه. د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د معلوماتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

په کندز کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره روزنیز کورس په لاره اچول شوي

د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د اسلامي امارت مجاهدینو ته روزنیز کورس په لاره اچولی دی. د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر فرید احمد لکڼ خېل وايي، د اسلامي امارت د هغو. . .

BACK TO NEWS