د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو
د فاریاب ولایت د مسلکي ښوونځیو او انسټيټونو ۳۵ تنه کارکوونکو ته چې له دې جملې څخه يې آمرین، تدریسي مدیران او سرښوونکي وو، دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
دا ورکشاپ د پلان جوړونې، د اداري چارو په پرمختګ کې د پلان د اهمیت او اغېزمنتیا، د راپور لیکلو او وړاندې کولو په اړه دی.
د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي غلام ولي همت یاد ورکشاپ مهم وباله او له تنظيموونکو يې مننه وکړه.