د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د قراردادي ښوونکو آزموینه واخیستل شوه
د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د قراردادي ښوونکو لپاره آزموینه د ۲۵ داوطلبانو په ګډون واخیستل شوه.
د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو عمومي آمر محمد مجاهد وايي، د دې آزموينې د تر سره کېدو موخه د وړتيا د شایسته سالاری، د عدالت تامين او کار اهل کار سپارل دي.
د فارياب مسلکي ښوونځو او انسټیټونو د برښنا انجنيري، ساختماني، کمپيوټر ساينس او اقتصاد په څانګو کې قراردادي استادانو ته اړتيا درلوده.