د غور او فاریاب ولایتونو له والیانو سره د مولوي غلام سعید احساس خبرې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۳:۱۳
tveta

ښاغلی غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د تخنیکي او مسلکې چارو مرستیال، ولایتونو ته د خپل سفر په اوږدو کې له داملا محمد شعیب رسالت، د فاریاب له والي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

همدارنګه په دغه لیدنه کې، داملا احمدشاه دین دوست د غور والي هم حضور درلود.

د تخنیکي او مسلکي چارو معاون د فاریاب او غور ولایتونو له مقاماتو سره په لیدنه کې د تخنیکي او مسلکې زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په هکله خبرې وکړې.

نوموري د مجاهدینو د زده کړو طرحه تشریح کړه، ویې ویل چې د طرحې په پلي کېدلو سره مجاهدینو ته د زده کړو ترلاسه کولو فرصت برابریږي.

همدارنګه، د غور او فاریاب والیانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو ستاینه وکړه. هغوی د دغه ادارې د پروګرامونو په پلي کولو کې د همکارۍ وعده وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS