د زابل د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ وڅېړل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکز د وضعیت بررسي کولو په دوام کې، دوی د زابل ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ وضعیت بررسي کړ.
نوموړي پلاوي د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ ټول اداري، تحصیلي او مالي اسناد وڅېړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
تر دې وړاندې هم نوموړي پلاوي په زابل ولایت کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت هم څېړلی دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت د ارزونې موخه، د هغوی د ستونزو او اړتیاوو د حل څرنګوالی یاد شوی دی.