د خوست میخانیکي انسټیټوټ محصلینو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۳:۴۱
TVETA

علمي سفرونه د نظري زده کړو او کاري محیط ترمنځ ارتباطي پل دی، هدارنګه دا فعالیت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د بریالیتوب یو له اصلي ارکانو څخه هم ګڼل کیږي.

له همدې امله، د خوست میخانیکي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د دې ولایت د دعوت پوهنتون ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د لیول کارۍ په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

د دې علمي سفر په ترڅ کې، زده کونکو د ډله ایزو کارونو په ترسره کولو سره خپلې ګډې عملي مشاهدې یو له بل سره شریکې کړې او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم استاد ته وړاندې کړل.

دغه راز لارښود استاد د درس په دوام کې د لیول کارۍ په برخه کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هم ځوابونه وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې په دندو ګمارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS