د خلم په کثیرالرشتوي کې د خیاطۍ برخې زده کړې

د سمنګانو ولایت د خلم ولسوالۍ په کثیرالرشتوي لېسه کې د خیاطۍ مسلک زده کوونکي په عملي ډول روزل کېږي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څو د دې مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي، چې په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو تر څنګ د حرفوي برنامو لړۍ پراخه کړي.