د حکومت د رسنیو مرکز د رئيس معرفي کولو په مراسمو کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۲
TVETA

د حکومت د رسنيو مرکز رئيس نعيم الحق حقاني د معرفي په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت ګډون او وينا وکړه.

په دغه مراسمو کې د ا.ا.ا د ویاند مرستیال، د ریاست الوزرا مقام د بشري سرچینو رئیس، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د بدنې روزنې او المپیک ملي کمیټې عمومي رئیس، د ریاست الوزرا د عالي مقام د مطبوعاتو رئيس، د ژورنالستانو اتحاديې استازو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو هم حضور درلود.

په دغه مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې په تېرو دوو کلونو کې په اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې د ا.ا.ا حکومت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د دغو لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس په موخه د حکومت د رسنیو مرکز معتبره مرجع ده.

 د دغه مراسمو په داوم کې نورو ویناوالو هم د حکومت د رسنیو مرکز په اهمیت خبرې وکړې او دغه مرکز یې د حکومت د لاسته راوړنو په اړه د لاسته راوړنو د اطلاع رسونې په برخه کې مهم وباله.

 په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر مولوي نعیم الحق حقاني د چارواکو له ګډون او د حکومت له باور مننه وکړه.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر زیاته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري  چې د دغه مرکز له لارې به د دغو لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره پرله پسې هڅې وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS