د جوزجان د تخنيکي انسټیټوټ د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۹:۳۰
 جوزجان

د جوزجان د تخنیکي انسټیټوټ د 23 مې دورې فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې دوره کې د جوزجان د تخنیکي انسټیټوټ له بېلابېلو څانګو څخه 36 تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 د جوزجان د تخنيکي انسټیټوټ آمر سيد سراج الدين قانع د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اهميت په اړوند خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د یادې ادارې له تعليمي پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي.

 مراسم پر فارغانو د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۰
Background image

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم. . .

BACK TO NEWS