د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس د کابل د ښوونکو روزنې او اوتومیخانیکي انسټیټونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۴:۵۱
نظارت

د تعلیمی او تحصیلی چارو  رئیس استاد ګل محمد سجاد د تعلیمی او تحصیلی څارنې او ارزونې رئیس لعل پادشاه فقیرزاده د کابل اتومیخانیکي او د ښوونکو روزني انسټیټونو د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه.

 د دې لیدنې موخه د دغو دوو روزنیزو مرکزونو د ازموینو د بهیر څارنه وه.

د تعلیمی او تحصيلي څارنې او ارزونې رئيس په ازموينو کې پر روڼتيا د ټينګار ترڅنګ وويل، چې ازموينې بايد په شفاف ډول ترسره شي، ترڅو د هېڅ زده کوونکي حق له لاسه ورنکړل شي.

د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس په روڼتيا د ټينګار تر څنګ وويل: "زده کوونکي د ښوونکي د زوی په څېر دي، نو هېڅ پلار نه غواړي چې ماشوم يې په ازموينه کې ناکام شي، موږ ستاسو د ازموينو د شفافيت د څارنې لپاره راغلي يو."

 ښاغلي سجاد زیاته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت په هڅو او همکارۍ توانېدلي، چې په دولتي پوهنتونو کې د انسټیټونو د فارغانو د داخلې سلنه راټیټه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس د کابل د ښوونکو روزنې او اوتومیخانیکي انسټیټونو څخه لیدنه وکړه

د تعلیمی او تحصیلی چارو رئیس استاد ګل محمد سجاد د تعلیمی او تحصیلی څارنې او ارزونې رئیس لعل پادشاه فقیرزاده د کابل اتومیخانیکي او د ښوونکو روزني انسټیټونو د ازموینې له بهیر څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ د تخنیکی او مسلکی لیسې زده کوونکو عملي کار

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ تخنیکی او مسلکي لېسې زده کوونکو د عملي زده کړو په ترڅ کې د برېښنا په ټرانسفامر کار وکړ. د دې کار په ترڅ کې، دوی د ټرانسفارمر د کار کولو څرنګوالی وڅیړل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه او کارکوونکو ترمنځ د خبرو اترو غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه او کارکوونکو ترمنځ د خبرو اترو غونډه ترسره شوه. په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکو او امرینو خپلې ستونزې او. . .

BACK TO NEWS