د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د اداري پروسو د ساده کولو د کمیټې کار بشپړ شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۲:۲۵
ختم کار کمیته ساده‌سازی

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ساده کولو د کمېټې کار چې د دغه ادارې له خوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د اداري پروسو د ساده کولو په موخه ټاکل شوی و، بشپړ شو.

د دغې کمېټې رئیس او غړو د خپل کار په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، مرستیالانو او د دغې ادارې له یو شمېر رئیسانو سره خبرې وکړې.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداري د ساده کولو کمیټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اداري پروسې په ساده کولو کې د همکارۍ مننه وکړه.

دغې کمېټې په دې وروستیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته خپل راپور او رهنمودونه وړاندې کړې.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې ١٣٩ اداري پروسې ساده شوي دي. د دغه اقدام ترسره کولو موخه د اداري مراجعینو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS