د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه نږدې سل تنه فارغ شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۲۰
TVETA

د لنډ مهاله حرفوي روزنیزو پروګرامونو هغه دوره چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې په لاره اچول شوې وه پای ته ورسیده.

په دغه روزنیز پروګرام کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته د ګرځنده تیلیفونونو د ترمیم، خیاطۍ او فلزکارۍ په برخه کې په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

په همدې حال کې د دغه ښوونیز پروګرام فارغانو د دغه پروګرام د ترسره کولو له امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې اوس کولای شي په هغو برخو کې کار وکړي چې دوی په کې روزل شوي دي.

نوموړي د محصلینو په زده کړه کې د عملي زده کړو رول مهم بولي او له مسوولینو یې وغوښتل ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

د يادونې وړ ده، چې حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې تر دې مهاله په سلګونو کسان له يادو پروګرامونو فارغ او په بازار کې په دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS