د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پای ته ورسیده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۲۵
ٌWorkshop for teachers

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ۷۵ تنو استادانو لپاره د تدریس اصول او پیداګوژي په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسیده.

دغه ورکشاپ په کابل کې د اکمال تخصص په انسټیټوټ کې جوړ شوی و چې د ۱۷ ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو په کې برخه اخیستې وه.

د دغه برنامې د پای په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او د دغې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نجم الدین حقاني حضور درلود.

په دغه مراسمو کې ښاغلي احساس د ښوونکو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ښوونکي د پیغمبرانو رسالت مسؤلیت پر غاړه لري.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستیال له استادانو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د اسلامي روحيې د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي احساس ژمنه وکړه چې په بهر کې به د استادانو لپاره د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې هڅه وکړي او په دې برخه کې به له لوړو زده کړو وزارت سره همغږي وکړي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، چې د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې به د مؤسسو د همکارۍ د جلبولو لپاره هڅې وکړي.

د دغه ورکشاپ د پای په مراسمو کې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نجم الدین حقاني هم وینا وکړه او د استاد د مقام په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې په تقوا، عبادت او د لمانځه پر اهمیت هم خبرې وکړې.

مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS