د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د هلمند تخنیکي آمرینو سره ناسته ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۲:۳۳
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د هلمند ولایت تخنیکي مرکزونو د بررسي کولو په پای کې د ښوونیزو مرکزونو له آمرینو سره غونډه  ترسره کړه.

د دغې ناستې موخه د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو ستونزو ته د حل لارې موندل او د اړتیاوو پوره کول دي.

د دغې ناستې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دغې ادارې ځينې لاسته راوړنې يادې کړې او ويې ويل، چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل اصلي مسیر کې حرکت کوي.

نوموړي وويل، د بې وزلۍ له منځه وړل او د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له اساسي موخو څخه دي او بايد د لاسته راوړلو لپاره يې زياتې هڅې وشي.

ښاغلي مولوي احساس هم په تخنيکي مرکزونو کې د زياتو محصلينو پر جذب ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ولايتي آمرین بايد د منبرونو، جوماتونو او غونډو له لارې د دغې ادارې د پرمختګ په برخه کې لا زيات کار وکړي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال هم په دغې کتنه کې وويل چې له عصري کرنې څخه د زياتې استفادې لپاره بايد هلې ځلې وشي چې له عصري کرنې څخه په استفادې سره د هېواد د بزګرانو حاصلات زيات شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS