د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلینو ته عملي زده کړې زمینه برابرول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۶
tvet60

ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل ؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د سروبي ولسوالۍ د نغلو د برېښنا بند څخه ليدنه وکړه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلينو ته يې د عملي زده کړو (پرکتیک دورې)د برابرولو په اړه د دغه بند له چارواکو سره خبرې وکړې.

د نغلو بند چارواکو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د راتلونکي نسل د زده کړې لپاره قوي هوډ لري.

د دغه سفر په ترڅ کې مفتي فضل الرحمن فاضل د سروبي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انستیتوت څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي د ياد انستيتوت د ودانۍ د جوړېدو په اړه ډاډ ورکړ او د سروبي ولسوالۍ د کثیرالرشتوی انسټیټوټ امر ته لارښوونه وکړه، چې په اوسنيو شرايطو کې د اوسنۍ ودانۍ د کرايې د کمښت او هم د زده کوونکو د جذب په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشورتی غونډه تر سره شوه

د تخنیکی او مسلکی زده کړو د اداری مشورتی غونډه د ۱۴۰۱ مالی کال د عملیاتی پلان د چمتو کولو لپاره د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری د سرپرست ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل په حضور سره ترسره شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلینو ته عملي زده کړې زمینه برابرول

ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل ؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د سروبي ولسوالۍ د نغلو د برېښنا بند څخه ليدنه وکړه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلينو ته يې د عملي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۲:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس د معرفي کولو مراسم ترسره شول

مفتي فضل الرحمن فاضل په رسمي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس په توګه د ا.ا.ا استازو او د ادارې کارکوونکو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. په دې مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS