د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د درې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو افتتاح

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۳:۵۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست د کابل ښار د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټيټوټ کې درې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه پرانیستل.

په دې لنډ مهاله پروګرامونو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه محصلینو ته د ۳ میاشتو لپاره د میوو او سبزیجاتو د پروسس، مرغدارۍ او لبنیاتو د پروسس په برخه کې روزنه ورکول کیږي.

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست مسوولینو په وینا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره تل هڅه کوي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو په برخه کې د زده کړو ټولې زمینې او ښه شرایط برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو څخه سلګونه محصلين فارغ او دم ګړۍ د کار په بازار کې په کارونو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS