د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل ولایت له تخنیکي آمرینو سره لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۴
tveta

ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له آمرینو سره په یوه ناسته کې خبرې اترې وکړې.

همدارنګه په دغه لیدنه کې د تخنیکي چارو مشاور، د دفتر مقام رئیس او د کابل ولایت تخنیکي آمر حضور درلود.

د دغه ناستې اساسي موخه د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو ته حل لاره پیدا کول و، د کابل ولایت تخنیکي آمرینو ټولې ستونزې او مشکلات په دغه ناسته کې شریک کړل.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هغوی د لاسته راوړنو څخه قدرداني وکړه او د ستونزو د حل د وعدې ترڅنګ یې هغوی ته د چارو د سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه ښاغلي استاذ رفیع الله حبیبي د کابل ولایت تخنیکي آمر، په دغه ناسته کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې او مشکلات شریک کړل.

ښاغلي شهامت صاحب د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو د حل وعده ورکړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو آمرینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د دندو په ترسره کولو کې په جدیت او صداقت سره کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS