د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مخابراتو او ټکنالوژۍ له وزیر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۳:۲۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر مولوي نجیب الله حقاني سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

یاده ناسته د مخابراتو وزارت کې ترسره شوه، او دواړو خواوو د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

د غونډې په پیل کې، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هیواد یو له مهمو بنسټونو څخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مخابراتو وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په ټولو برخو کې همکاري کوي.

مولوي نجیب الله حقاني په خپله وینا کې زیاته کړه چې په اوسنيو شرایطو کې تخنیک او ټکنالوژي د یو هیواد د پرمختګ لومړني توکي ګڼل کېږي.

ښاغلي مولوي حقاني په هیواد کې د ټکنالوژۍ سیسټمونو ارزښت ته په اشارې سره وویل، "اوس مهال، په ډیری سیسټمونو باندې د نوموړي وزارت لخوا کار روان دی، چې په بشپړیدو سره به یې د دفترونو د چارو لویه برخه په ډیجیټل توګه وي."

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او مخابراتو وزارت ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د دې جلسې په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې د موخو، پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

الحاج مولوي شهامت په خپله وینا کې زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره د ټولنې په اقتصادي وده او ځان بسیاینې په برخه کې مهم رول لوبوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز د مخابراتو وزارت سره د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او مخابراتو وزارت ترمنځ همغږي به د هیواد لپاره د ټیکنالوژۍ په برخه کې د لا زیاتو لاسته راوړنو لامل شي.

د دې ناستې په پای کې، دواړو خواوو د ګډې کاري کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ، او پریکړه وشوه چې دا کمېټه ژر تر ژره جوړه او په همغږۍ سره یې چارې ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS