د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ترافیکو له عمومي رئیس سره خبرې اترې وکړې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۳۱
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د ترافيکو له عمومي رئيس پاسوال حسيب الله مختار سره په خپل کارې دفتر کې وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاريو په هکله خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي مولوي شهامت د دغې ادارې لخوا مجاهدینو لپاره د چمتو شوي روزنیزې طرحې په اړه یادونه وکړه او همدارنګه د ترافیکو د عمومي ریاست اړونده مجاهدینو لپاره د زده کړو په اړه ډاډ ورکړ.

له بلي خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ترافيکي قوانینو د زده کولو  په برخه کي پاسوال حسيب الله مختار هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز په دغې ناست کې دواړو لورو له دواړو نهادونو څخه د يوې ګډې کاري کميټې په جوړولو هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS