د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، اختریز پیغام!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
اختریز پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخندزاده حفظه الله، رئیس الوزراء، د رئیس الوزرا مقام مرستیالانو، ا.ا.ا د وزیرانو کابینې قدرمنو غړیو، د اسلامي امارت ټولو لوړ پوړو او ټیټ پوړو مجاهدو اراکینو، متدین ـ ځوریدلي او فقیر ملت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خوښ یم چې د هېواد په سر تر سره کې د ا.ا د سپین کلمه دار توغ او اسلامي عدالت تر سیوري لاندې د لمړي ځل لپاره داسې یو پسرلی تجربه کوم چې په ګلورینه لمنه کې ېې د موسم طبعي ښکلا او د رمضان المبارک میاشت یو له بله اوږه په اوږه پیل او یو بل ته د دغه کړیدلي هېواد د بختورېدو غزلې وايي.

په زرین عبادت (روژه) پوښلی دغه پسرلی لمړی ځان دوهم ځورېدلو هېوادوالو او بیا په ټوله کې اسلامي امت ته په نېک شګون سره نیسم، او د زړه له کومې په یوه نړۍ مینه او ارمان، الله ته په پوره تضرع لاس لپه کوم څو زمونږ ټولو ساجدو تندیو، روژتي ـ ‌ذاکرو خولو ته د عفوې، سوکالۍ دارنګه په دارینو خپله خوښي د راکول کېدونکي قیمت په توګه وټاکي.

د بندګي حرص له مخې دعا کوم څو بار، بار الله متعال راباندې د دغه قیمتي فرصت پېرزوینه کړې او په الله منلي اطاعت مو پکې ولوبوي.

غواړم خپلو درنو مخاطبینو ته د یو عالم خوښیو په ترڅ کې په ادب، متقابل درناوي او بې ساري زړه سوي د اختر مبارکۍ پیغام ووایم؛

تاسو ټولو درنو ته د د بشریت په تاریخ کې د اسلامي ارشاداتو سره سم  دغه الهي ډالۍ (اختر) هسې مبارک شي چې تبرک ېې زمونږ او ستاسو د ژوندانه هر ډګر په بلا ډیرو ښکلاوو وه پوښي.

بیا هم پدې هیله چې:

هېواد مو بیا د وخت د استکبار د کرغېړنو د سیسو ښکار نه شي.

اختر مو بې موسکا، منبر مو بې ملا، ښونځی مو بې ښوونکیه، روغتون مو بې طبیبه، کرونده مو بې بزګره نه شي

الله مو هره ورځ اختر او هر اختر مو بختور کړه.

مولوي غلام حیدر شهامت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د بدخشان ولایت له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند یو پلاوي، شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. نوموړو د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د شمال ـ ختیځ زون ولایتونو ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د نويو ښوونیزو څانګو د رامنځته کولو په موخه شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ. نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د لیدنې سربیره، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۳۳
Background image

د فراه ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت له لوري علماء کرامو ته د عامه پوهاوي يو ورځنی سمينار ترسره شو

په فراه ولایت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د مرکز اړوند جوماتونو شاوخوا ۱۰۰ تنو ملا امامانو ته د عامه پوهاوي يو ورځنی سمينار ترسره شو. د فراه ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS