د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کرنیزو تولیداتو خونې پلاوي سره ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۲:۴۳
TVETA Plan

د « افغانستان د کرنیزو تولیداتو خونې » یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ له رئیس مولوي نیک محمد نیکمل سره وکتل.

دوی په دغې کتنه کې د دواړو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان د کرنیزو تولیداتو خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره د همکارۍ ساحې مشخصې شي.

دغه راز د دواړو لورو تخنیکي پلاوي د یاد هوکړه لیک د موادو پر چمتو کولو کار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۶:۰
Background image

ختیځو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د سفر پای

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي سفر ختیځ ولایتونو کونړ، ننګرهار او لغمان ته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ پای ته ورسید. دې ولایتونو ته د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۸:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال د بودیجې د لګښت په چټکتیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتی فضل‌الرحمن فاضل، په یوه ناسته کې د یادې ادارې د بودیجې د لګښت پر چټکتیا ټینګار وکړ. دا ناسته چې د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۴
Background image

نږدې زر تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

په ننگرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه له ۷۰۰ زیاتو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د ننگرهار ولایت یو شمېر سیمه. . .

BACK TO NEWS