د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د انګلیسي ژبې د تثبیت سویې آزموینه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارمندانو څخه د انګلیسي ژبې د زده کړې په پروګرامونو کې د ګډون په موخه د انګلسي ژبې د تثبیت سویې آزموینه واخیسته.
په دې پروګرام کې شاوخوا ۱۵۰ د یادې ادارې اړوند کارمندانو برخه اخیستې وه او ټاکل شوې ده چې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره په دریو کټګوریو کې د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د انګلیسي ژبې په کورسونو کې شامل شي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې د دې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په لاره اچولو سره د کارکوونکو د پوهې کچه لوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د بشري سرچینو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.