د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروژو په اړه د پلټنې عالي ادارې د راپور مسوده غونډې ته وړاندې شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او ادارې چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ د پلټنو عالي ادارې له پلاوي سره غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پلټنې عالي ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ودانیزو پروژو په اړه د راپور مسوده وړاندې کړه.
یاد پلاوي د خپلو موندنو په اړه په تفصیل سره بحث وکړ او اړین وړاندیزونه یې شریک کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال د يو شمېر پلټنې لاندې پروژو په اړه هم معلومات ورکړل.