د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۶:۵۷
مشرتابه پلاوي غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغې ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستيالانو په حضور کې ترسره شوه.

د دغې ناستې په پیل کې د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقیب او د کړنو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه یې اړونده رئیسانو راپور وړاندې کړ.

د غونډې په دوام کې د هغو تجهیزاتو او ماشینونو په هکله خبرې وشوې چې باید فعالولو ته اړتیا لري او ګډونوالو په دې برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړل.

در ادامه جلسه مطابق اجندا، درباره‌ی سفر رهبری اداره به ولسوالی‌های ولایت کابل بحث گردید و فیصله شد تا به مشکلات انستیتوت‌ها و مراکز تخنیکی رسیدگی شود.

د غونډې د اجنډا له مخې د کابل ولایت ولسوالیو ته د ادارې د مشرتابه پلاوي د سفر په هکله خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د انسټیټونو او تخنیکي مرکزونو ستونزو ته رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS