د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۳:۲۰
رهبری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ؛ او د یادې ادارې د مرستيالانو او رييسانو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې په پرمختګ، د تفتیش عالي ادارې د سپارښتنو د بشپړ تطبیق او د دې ادارې د ملکیتونو د وضعیت په اړه خبرې وشوې.

د غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئيس استاد مطيع الله هدايت د یادې ادارې د پرمختګ په اړه پريزنټيشن وړاندې کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغه ادارې د پرمختيايي پروګرامونو د ستایلو په ترڅ کې؛ نوموړي د یادې ادارې کړنو په ترسره کولو کې یې تر ټولو ډېر په پيغام رسولو او اعلاناتو ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې پریکړه وشه چې د تفتيش عالي ادارې سپارښتنې په بشپړ ډول تطبيق کړي او همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او پراختيا په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

او همدارنګه تعلیمی او تحصیلی چارو عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي مرکزونو د تخنیکي آمرینو د ظرفیت لوړولو په موخه دې یو پروګرام دایر کړي.

 دغه راز په دې غونډه کې د پخوانیو پرېکړو په بشپړ تطبیق او د بودجې د لګولو د ځانګړې کمېټې پر جوړېدو ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې  مشرتابه شورا ټولې لارښوونې دې د اړونده مراجعو لخوا په جدي توګه تعقیب او عملي شئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS