د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د تخار له تخنیکي آمرینو سره ناسته تر سره کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۹:۱۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې یو پلاوي د هیواد ولایتونو ته د خپل سفر په دوام تخار ولایت ته تللي او هلته یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې او څارنې ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو سره هم ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د پوره کولو او د ستونزو د حل کولو په لارو چارو خبرې وشوې.

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو خپلې ستونزې او اړتیاوې په دې کتنه کې د مالي او اداري چارو له مرستیال سره شریکې کړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په هواري کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز په دې غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د مالي او اداري چارو په برخه کې د ښه والي په موخه ګډونوالو ته سيمينار وړاندې کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

BACK TO NEWS