د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۵:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د دې ادارې مقام دفتر رئیس ښاغلي مولوي شاکرالله الکوزي په مشرۍ ترسره شوه.

د دې غونډې په پیل کې، د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د بدل اعاشې او لیلیې پر لایحې د اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه توضیحات وړاندې کړل.

همدارنګه، د دې ناستې په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او نوښت ریاست د کارموندنې «کاریابي» او شغلي مشورو وړاندې کولو مرکزونو د جوړولو میکانیزم په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا، د تضمین کیفیت ریاست مسولینو د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو سیسټم د مسودې چوکاټ په اړه اړین توضیحات وړاندې کړل.

ګډونوالو په دې غونډه کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.

د نن ورځې په اکاډمیک بورډ غونډه کې په یو شمیر نورو اړونده موضوعات هم بحث وشو او غونډه د دعایی په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS